د لیسانس دورې د زده کړو مقرره په رسمي جریده کې خپره شوه

logu_admin
مقرره لیسانس

لوړو زده کړو وزارت د شفافیت او ښې حکومتولۍ د تأمین په موخه د سختو او ستونزمنو پروسو د آسانولو لپاره، تل د تقنیني سندونو د بیا کتنې، تعدیل او تدوین په برخه کې ګټور فعالیتونه سر ته رسولي دي چې د هغو له جملې څخه یو هم د لیسانس دورې د زده کړو مقرره ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې له تائید وروسته په رسمي جریده کې نشر شوه.

دغه مقرره د لوړو زده کړو موسسو د محصلانو د معیاري زده کړو، د زده کړه ېیز سیسټم د معیاري کولو، د محصلانو د فعالیتونو پراختیا، ودې او پیاوړتیا، د محصل محورۍ لپاره د فرصتونو رامنځته کولو، په لوړو زده کړو موسسو کې د دولسم او څوارلسم پاسانو لپاره د شاملیدو، د محصلانو تبدیلۍ او د کار زده کولو اړوندو چارو د تنظیم، په لوړو زده کړو موسسو کې د اکاډمیک ثبات د تأمین او پوهنتونو ته د اجرایوي صلاحیتونو د انتقال په موخه وضعه شوې ده، چې د چارو د لا ښه والي، د قانون د حاکمیت، د اصلاحاتو پلي کولو او د تحصیلي نظام د معیاري کولو لپاره یو لوی ګام بلل کيږي.

لینک👇
https://mohe.gov.af/sites/default/files/2020-08/OG_01382.pdf

Latest announcements

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۱۱:۴۶
Background image

اطلاعیه اداره ملی امتحانات!

تقسیم اوقات ثبت معلومات بایومتریک و امتحان بست های معلمین و (6) و (5) ولایت لوگر قرار ذیل تعیین گردیده است!

روزهای ثبت معلومات بایومتریک:

سه شنبه و چهار شنبه 27 و 28 عقرب سال 1399

رو . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۳:۲۵
Background image

خبرتیا!

د څوارلسمو ټولګیو او د شپې برنامې ټولو هغو ګډونوالوته  چې د ۱۳۹۹ کال  د اختصاصي کانکور ازموینې لخوا، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې ته بریالي شوي. خبرورکول کیږي چې د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې له . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۱:۵۱
Background image

د نوم لیکنې او د خزاني سمسټر د پیل خبرتیا!

لوګر د لوړو زده کړوم مؤسسې جدیدالشمول محصلانو ته، چې د ۱۳۹۹ کال کانکور ازموینې له لارې دې علمي کانون  ته بریالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې سر له شنبې د روان کال  لړم میاشتې ۳  مه  د لاندني . . .

Back to announcements