لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د (OBE-SCL) ترعنوان لاندې ورکشاپ پیل شو

logu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۲:۱۶
ورکشاپ

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت پراختیایي پروګرام (HEDP) لخوا، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې (۲۵) تنو نوو مقرر شوو استادانو ته، د دغه علمي بنسټ د مسلکي پراختیا مرکز (PDC) په تالار کې پیل شو.

 

د ورکشاپ په پرانېست غونډه کې؛ د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو تلاوت څخه وروسته، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنمل عبدالناصر ستانکزي په مقدماتي خبرو کې د دغه ورکشاپ پر اهمیت او اړتیاوو رڼا واچوله او زیاته يي کړه، چې په نني عصر کې د ټولې نړۍ پوهنتونونه د پایلو پر بنسټ ولاړ او د محصل محوري زده کړو  (OBE-SCL) له میتودونو څخه ګټه اخلي. نوموړي د ورکشاپ ګډونوال و هڅول تر څو د دغو فرصتونو څخه په استفادې د تدریس میتودونه په معیاري او عصري بڼه ترسره کړي او داسې محصلین ټولنې ته فارغ کړي چې مسلکي، متعهد او پرځان متکي وي او وکولای شي چې په مختلفو برخو کې ټولنې ته ښه خدمتونه وړاندې کړي. همدارنګه ښاغلي ستانکزي د ورکشاپ له تمویل کوونکي(HEDP)  او د پکتیا پوهنتون له دو تنو استادانو هر یو پوهنیار سیف الرحمن روهي او پوهنیار معروف خان همدرد چې د ورکشاپ ترینران دي هم مننه وکړه او د دغه علمی بنسټ لخوا یې د هر ډول همکاریو ډاد ورکړ.

 

ورسته د دغه ورکشاپ دواړو  ترینرانو ښاغلي پوهنیار سیف الرحمن روهي او ښاغلي پوهنیار معروف همدرد هم د دغه ورکشاپ په اړوند يې معلومات وړاندې کړ. او د خپلو پریزنټیشنونو په وړاندې کولو سره يي ورکشاپ پیل کړ.

 

د یادونې ده؛ چې یاد ورکشاب د دو اونیو لپاره په نظر کې نیول شوی او تر دې وړاندې هم  د لوړو زده کړو  وزارت پراختیا پروګرام (HEDP) لخوا د پوهنتون رهبري د پلان مطابق، د دغه علمي کانون استادانو ته ورته پروګرامونه په لاره اجول شوي وو.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۱۰:۳۷
Background image

دست آوردهای عمده سال مالی ۱۳۹۹ مؤسسه تحصیلات عالی لوگر

مؤسسه تحصیلات عالی در بخش های امورعلمی، اداری و حکومتداری، خدمات محصلان و پروژه های انکشافی در موارد ذیل دست آوردهای عمده سال مالی ۱۳۹۹ خویش را به هموطنان عزیز ارایه میدارد!

  بخش. . .

شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۲ - ۱۳:۳۴
Background image

کار سروی و توپوگرافی ماسترپلان مؤسسه تحصیلات عالی لوگر به پایان رسید

شنبه مؤرخ ۲۲ قوس ۱۳۹۹!

کار سروی و توپوگرافی ماسترپلان مؤسسه تحصیلات عالی لوگر که از طرف انجنیران مؤظف و اعزامی اداره محترم انکشاف زون پایتخت هفته قبل آغاز گردیده بود، بعد از سروی. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۳:۲۷
Background image

د رڼا خصوصي پوهنتون له خوا لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې کتابتون د لا بډاینې په موخه د ۲۵۴ ټوکو علمي کتابونو او مجلو مرسته وشوه

په همدې تړاو لیدنه کې چی؛ د پنجشنبې ورځ د روان کال تلې میاشتې په ۲۴ مه نېټه، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل محمد سردار احمدي او د رڼا خصوصي پوهنتون. . .

BACK TO NEWS